Terug naar huis, dankzij vrijwillige terugkeer.
Fedasil organiseert en betaalt uw terugreis. En we bekijken samen met u of we u nog extra steun kunnen geven.
آیا کومی پوښتنی لری؟ کومی چی مونږ کولی شو ځواب یی کړو
-
د خپلې خوښې راستنیدنه څه ته وایي؟
دا ستاسې خپل اصلي هیواد ته ستنیدلو ته وايي، او دا یوازې تاسې یاست چې د بېرته تګ تصمیم نیسۍ. د راستنیدنې سفر لکه د عادي مسافرینو د سفر په شان دی، چارواکي ستاسي د رسیدلو څخه مخکې نه خبریږي او تاسي آزاد یاست چی هر وخت وغواړئ د راستنیدنې د تصمیم څخه لاس په سر شئ.
-
پخپله خوښه ستنېدنې لپاره څنګه غوښتنه وکړم؟
د بیرته ستنېدو یو دفتر یا په بلجیم کې یوه سازمان سره اړېکه ټینګه کړئ، خپل د ټولنیز کارمند سره خبره وکړئ یا هم دې وړیا شمېرې 0800 327 45 ته زنګ ووهئ.
-
زما بیرته ستنېدنه څوک تنظیموې؟
فیدازیل په خپله خوښه د ستنېدو د پروګرام مسوولیت هم په غاړه لري. فیدازیل یا د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ستاسو د بیرته سفر پرواز یا بس تنظیموې. وروسته له دې چې تاسو ورسیږئ نو IOM او Caritas International به ستاسو سره مرسته وکړي.
-
آیا زه باید پیسې ورکړم؟
نه، تاسي اړ نه یاست چې پیسې ورکړئ. فدازیل د الوتکې یا د بس د ټیکټ ټول لګښت ورکوي او همدا راز تر هوائی ډګر او یا د بس تمځای پوری ترانسپورتي لګښتونه هم په غاړه اخلي. تاسي باید خپل د سفر اسناد د قونسلګرۍ څخه واخلئ او کله چې تاسي تللی نو د سفري اسنادو لګښت به بیرته تر لاسه کړئ.
-
څومره سامان/وزن کولی شم له ځان سره یوسم؟
تاسي باید د هوایی شرکت یا د بس د کمپنی دمحدودیتونو سره ځان عیار کړئ.له هغه شمیر بکسونو څخه چې یو کس ته یې اجازه ورکړل شوی او یا هم د وزن کوم اعظم حد چی ټاکل شوی وي، تر هغې زیاتی ونکړئ نو لهذا تاسې باید خپل ځان محدود وساتئ.
-
ایا په بېرته ستنېدلو کې زما سره مرسته کیږې؟
هو، کله چې تاسو بلجیم پریږدئ نو د IOM یا فیدازیل یو کارمند به تاسو ته د طیارې ټکټ او په احتمالې توګه د لارې خرچه درکړي. دغه کارمند به تر سرحده پورې ستاسو سره لاړ شي. تاسو ته به تر هوایې ډګر پورې یو معلوم داره بیک درکول شي ترڅو د IOM یا فیدازیل کارمند تاسو په آسانۍ سره ومومې. که تاسو داسې هېله ولرئ او امکان ولري نو د IOM یا د Caritas یو کارمند به ستاسو د اصلې وطن په هوایې ډګر کې تاسو ته انتظار وي.
-
زما په هیواد کې ژوند آسانه نه دی! تاسي ما سره هلته څه ډول مرسته کولی شئ؟
مونږ ستاسي په هیواد کی د ځايي کارکونکو سره کوم چې ستاسي په بیامیشته کیدنه کې مرسته کوی، کار کوو.د بیا میشته کیدنې مرسته شاید تاسې سره د یو کاروبار د پیلولو، د روغتيايي لګښتونو د ورکولو او یا هم د دندې د پیدا کولو د لارې ترسره شي. دا مرستې هر چا ته نه ورکول کیږي، ځکه چې هر کیس/دوسیه د بل څخه جلا ده نو تاسې باید د خپل مسؤول کس څخه پوښتنه وکړئ ترڅو وپوهیږۍ کوم ډول مرسته تاسي تر لاسه کولای شئ؟ همداراز د راستنیدندې مرسته (نغدي مرسته) د تګ پر مهال هر چا ته ورکول کیږي.